د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي وي پروډيوسر شوکت علي ژوند او کار ته کتنه


د ((سندرې جادوګرې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ خپرونه مو د پاکستان ټېلېوېژن په پېښور څانګه کې د موسيقۍ پروګرامونو د يوه پخواني وړاندې کوونکي شوکت علي د ژوند او کار کتنې ته ځانګړې کړې.

نوموړی د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر ۲۹مه، د چارسدې په کندې شېرپایان کلي کې ومړ.

دی د ۷۲ کلونو وو.

شوکت علي د موسيقۍ پروګرامونو ترڅنګ د پښتو او اردو يو شمېر مشهورې ډرامې هم جوړې کړې وې.

د ارواښاد ملګري او همکاران هغه د يوه تکړه پروډيوسر او ښکلي انسان په توګه يادوي.

په خپرونه کې د شوکت علي پر مړينه د هغه د ملګرو تاثرات او هغه سندرې اورئ چې نوموړي او يا هم د هغه ملګرو پروډيوسرانو د پي ټي وي لپاره جوړې کړې دي.

خپرونه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG