د لاسرسي ځای

تازه خبر

کتاب ورځ: د چاپي حقونو يا کاپي رايټس موضوع ولې او څومره مهمه ده؟


پوهان وایي، کتاب د مورنيو ژبو په ساتنه او ودې کې مهم کردار لوبوي ـ پخوانی انځور
پوهان وایي، کتاب د مورنيو ژبو په ساتنه او ودې کې مهم کردار لوبوي ـ پخوانی انځور

په ملګرو ملتونو کې د تعليم، ساينس او کلتور اداره (يونيسکو) هر کال د اپريل ۲۳مه د دې لپاره لمانځي چې خلکو ته ورياده کړي چې کتاب د نړۍ د بېلا بېلو قومونو او کلتورونو ترمينځ د رابطې يوه اغېزناکه وسيله ده.

ادارې ويلي، روان ۲۰۲۳ز کال یې له دې ورځې پيغام د مورنيو ژبو د ساتنې او ودې چارو ته د حکومتونو او ولسونو پام اړول دي.

د يونيسکو پر ووبپاڼه د دې ادارې د مشرې اودغې ازولې پیغام خپور شوی چې وايي، بې له شکه کتاب نه يوازې زده کړو، ساينس، کلتور او معلوماتو ته د لاسرسي بلکې د هغو د خپرولو او پياوړتيا يوه مهمه وسيله ده.

د چارو ځينې پوهان هم دا خبره مني او وايي چې کتاب په تاريخي توګه د انساني ټولنو ترمينځ د رابطو او د مورنيو ژبو د پياوړتيا يوه مهمه وسيله ثابته شوې ده.

يونيسکو وايي د اپريل ۲۳مه يې ځکه هم د کتاب او چاپي حقونو د نړيوالې ورځې د لمانځلو لپاره منتحب کړې چې دا ورځ د نړۍ د ځينو لويو ليکوالو د تلين له ورځو سره سمون خوري

د پېښور ټيکسټ بک بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي، د نړۍ ځينې قامونه د علم او مطالعې پر مټ پر نورو هغو برلاسي شوي دي.

د هغه په خبره، کتاب د مورنيو ژبو د ساتنې او ودې په چارو کې هم مهم کردار لوبوي.

''ټول علم او فن د انساني حافظې له لارې له يوه څخه بل نسل ته منتقل کېده. د چاپه خانې تر راتلو وروسته قابض قومونو د محکومو هغو اجتماعي حافظه له هغوی وتروړله او پرځای يې په کتابونو کې خپل سوچ او نظريه ورباندې ومنل. له موږ سره مغلو او وروسته انګرېز دا کار وکړ. د وخت له تېرېدو سره د مورنيو ژبو ارزښت پر خلکو واضح شو. د دې ژبو د ژوندي ساتلو لپاره کتاب مهم وګڼل شو او هغه ځکه چې له کتابه ليرې پاتې کېدونکې ژبه ورکه شي. ''

د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د اردو ژبې استاد او ليکوال نورالامين يوسفزی وايي، د کتاب د چاپ، خپراوي او لوست په برخه کې د انټرنېټ رول هم مهم دی. نوموړی زياتوي، د پښتنو د ترقۍ راز په پښتو ژبه د کتاب په ليکلو او د هغې په لوستلو کې دی.

''نوي کهول ته د کتب بينۍ زياتې سرچينې پرانېستی شوې دي. دوی د انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو له لارې په اسانه د نړۍ د کتابونو ذخيرو ته رسېدای شي. د پښتنو لپاره د خوشالۍ خبره دا ده چې په ۲۰۲۱ز کال کې په پنجابۍ، بلوڅۍ او سيندۍ ژبو له ليکل شويو کتابونو څلور چنده زيات يې په پښتو ژبه ليکل شوي ول.''

یوسفزي زیاته کړه، چې ډېری ځوانان شاعران او اديبان مخې ته راغلي دي. که پښتانه غواړي چې په ټولنه کې يې په صحيح معنو کې بدلون راشي نو دوی بايد په پښتو ژبه کتابونه وليکي او و يې لولي.

په پښتنه ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ دودولو لپاره د سيمې ځوانان هم لاس په کار شوي دي. له دوی څخه يو نجيب الله مومند دی. ده د اسلام اباد له يوه پوهنتونه د سولې او شخړو په مطالعاتو کې د ايم فېل دګري ترلاسه کړې.

نوموړي د اپريل پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل: ''په سيمه کې ترهګري اوج ته رسېدلې وه. وسله والو زموږ سلګونه سکولونو تباه کول. موږ هڅه وکړه چې د 'مشال لايبرېرۍ' په شکل کې د سيمې ځوانانو ته يو سوله ييزه پليټ فارم ورکړو. 'کتاب د امن لپاره' زموږ شعار دی.''

نجيب الله مومند زياته کړه چې په خپله لايبرېرۍ کې دا وخت شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کتابونه لري. د ده په خبره، د ۲۰۲۱ز کال له سېپټمبر راهيسې يې په لايبرېرۍ کې د ماشومانو لپاره هم د پام وړ شمېر کتابونه ساتلي دي.

بل لور ته د پېښور يو شمېر فعالانو د يوه تنظيم له لارې هڅې پيل کړي چې د دې ښار تعليم يافته ځوانان مطالعې او د هغې په ترڅ کې تنقيدي سوچ ته وهڅوي.

د 'انلايټ لېب' په نوم د تنظيم يو مخکښ شفيق ګګياني مشال راډيو ته وويل چې دوی هره مياشت د يوه مخصوص کتاب تر لوستلو وروسته پر هغه بحث کوي او د يو بل پوښتنې ځوابوي.

د ده په خبره، د دې مباحثو په برکت د دوی يوشمېر ملګري توانېدلي چې په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره وظيفې ترلاسه کړي.

''موږ د 'انلايټ لېب' تنظيم تر چتر لاندې د هرې مياشتې په دويمه اوونۍ کې د 'پشاور سټډي سرکل' په نوم د پېښور په ارکايوز هال کې غونډې کوو. د هر يوه نشست لپاره مو له مخکې نه يو کتاب ټاکلی وي او ورباندې بحث کوو. په دې طريقه مو تر اوسه ۲۷ کتابونه لوستي دي. زموږ د سرکل د غړيو شمېر ۱،۴۰۰ ته رسېدلی او په هره يوه غونډه کې لږ تر لږه ۱۰۰ غړي ګډون کوي.''

هغه وویل، د سرکل ځينې ملګري یې توانېدلي چې د امريکا پشمول د ځينو نورو بهرنيو هېوادونو او همداراز په پاکستانيو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره وظيفې ترلاسه کړي.

د چاپي حقونو موضوع:

يونيسکو د کتاب له ورځې سره د چاپي حقونو يا کاپي رايټس موضوع هم تړلې ده.

د بلوچستان د لورالايي يو شاعر او ليکوال رازق فهيم، چې د يوه پياله رڼا په نوم شعري ټولګه او په اسلام اباد کې د ځوانانو د فعاليت او روزنې لپاره يوه غير سرکاري اداره يا اېن جي او هم لري، وايي پښتانه شاعران او د هغوی لوستونکي د يوه کتاب يا فنپارې د چاپي حقونو موضوع جدي نه نيسي.

د ده په خبره، په پاکستان کې د چاپي حقونو قوانين شته خو هغه رنګ چې لازمه ده، استفاده ترې نه کېږي.

''پر يوه کتاب يا فنپاره باندې تر هر څه له مخه د هغې د ليکوال يا هنرمند تخليقي حق بايد تسليم شي. بله دا چې که هغه تخليق مارکيټ ته وځي او ګته کوي، نو په هغې کې هم د ليکوال يا هنرمند د برخې ګټې يا رايلټۍ ته لار برابر شي. دلته دا هم بايد ووايو چې د پښتنو ادب او هنر تر اوسه پورې له مارکيټ سره هغه رنګ نه دي تړل شوي لکه چې يې اړتيا ده. په پاکستان کې د چاپي حقونو قوانين شته، خو ډېر کم شواهد لېدل کېږي چې پښتنو ليکوالو او هنرمندانو دې له هغو ګټه پورته کړې وي.''

دا چې د خيبر پښتونخوا حکومت د دې صوبې خلکو ته د هغوی د خوښې د کتابونو په ترلاسه کولو او لوستلو کې څه مرستې رسوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په پېښور کې د لايبرېريو د محکمې مشر، ډاکټر اشفاق خان د اپريل پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی د صوبې په ۱۸ ضلعو کې د موجودو سرکاري کتابتونونو د لا معياري کولو او په قبايلي ضلعو کې د نورو اووه هغو جوړولو لپاره پروګرامونه په پام کې نيولي دي.

''موږ يو 'امبريلا پروګرام' لرو چې په ترڅ کې يې په شپږو قبايلي ضلعو، کورمه، باجوړ، مومند، جنوبي وزيرستان، شمالي وزيرستان او خيبر کې د لايبرېريو د ودانيو لپاره د ځمکو موندلو چارې روانې دي. په ملاکنډ کې مو هم د يوې نوې لايبرېرۍ جوړولو پروګرام شته. د اووه نويو لايبرېريو جوړولو او وار له مخه د موجودو ۱۸ هغو د لا معياري کولو لپاره حکومت د دوه اربه او اووه کروړه روپيو يو سکيم منظور کړی دی. خو اوسمهال چې د اقتصادي مشکلاتو خبرې اوروو، نو وېرېږو چې هسې نه د لايبرېريانو جوړولو پروګرام مو له لاسه ووځي.''

يونيسکو وايي، د اپريل ۲۳مه يې ځکه هم د کتاب او چاپي حقونو د نړيوالې ورځې د لمانځلو لپاره غوره کړې چې دا ورځ د نړۍ د ځينو لويو ليکوالو لکه ويليم شېکسپير، ميګېل ډي سېروانټېس او ګارسېلاسو ډېلا وېګا د تلين له ورځو سره سمون خوري.

د يونيسکو عمومۍ شورا د ۱۹۹۵ز د پاريس په خپله غونډه کې د نړۍ نومياليو ليکوالو ته د درناوي وړاندې کولو او کتاب لوستنې ته د خلکو د هڅولو په پار د اپريل ۲۳مه د کتاب او چاپي حقونو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.

XS
SM
MD
LG