د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوارالحق کاکړ وايي وسلوال دې پرته له کومه شرطه رياست ته تسليم شي


د پاکستان لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان لنډمهاله وزير اعظم انوارالحق کاکړ ويلي دي چې په هغه هېواد کې به له وسلوالو سره هېڅ ډول خبرې او مذاکرات نه کېږي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د کورنيو چارو وزارت په ودانۍ کې د "شهدا ګېلري" د پرانيستې پر مهال زياته کړه چې وسلوال يوازې يوه لاره لري او هغه دا چې "پرته له کوم شرطه وسله وغورځوي، رياست ته تسليم شي او له هغو کسانو بخښنه وغواړي چې دوی يې خپلوان وژلي دي". انوارلحق کاکړ وويل، که وسلوال تسليم نه شي نو رياست د هغوی پر ضد تر "يو زر کلونو پورې جنګ کولو ته تيار دی".

نګران وزيراعظم د ډېسېمبر پر ۱۱مه پر خپله اېکس پاڼه د غونډې يوه وېډيو خپره کړې چې پکې ليدل کېږي، چې نوموړی د وژل شويو کسانو د کورنيو له غړيو سره روغبړ کوي او پر يوه دېوال د وژل شويو کسانو عکسونه ځړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په پاکستان، په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

په دې پېښو کې هغه وخت زياتوالی راغلی کله چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې وویل چې له حکومت سره نااعلان کړی شاوخوا يو کلن اوربند پای ته رسوي.

د کاکړ تر بيان يوه ورځ وروسته، د ډېسېمبر پر ۱۲مه، په ډېره اسماعيل خان کې د وسلوالو په بريدونو کې ۲۵ پوځيان ووژل شول. بل خوا د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې په يو بيان کې ادعا کړې چې د ېره اسماعيل خان په بېلا بېلو سيمو کې يې له وسلوالو سره د نښتو پر مهال ۲۷ وسلوال وژلي دي.

پوځ زياته کړې چې هغوی به د ترهګرۍ ضد عملياتو ته دوام ورکوي.

د خيبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د نومبر مياشتې په خپل رپورټ کې ويلي چې په روان ۲۰۲۳ز کې په هغه صوبه کې په وسلوالو بريدونو کې ۴۱۸ کسان وژل شوي او ۹۸۶ نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد کې ۳۴ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د راپور له مخې، تېره مياشت خیبر پښتونخوا تر ټولو اغېزمنه صوبه وه چې هلته ۵۱ بريدونو شوي ول چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي او ۸۱ ژوبل شوي ول.

په همدې موده کې، په بلوچستان کې نهه بریدونه شوي چې پکې د ۱۵ امنیتي سرتېرو او درو ملکي وګړو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي ول.

په خيپر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پرضد ولسي وګړيو، قبايلي مشرانو او سياستوالو احتجاجي مظاهرې کړي او له حکومته يې د امنيت د ټينګښت غوښتنه کړې ده.

بل خوا حکومت ويلي چې امنيتي ادارو يې بې له توپيره د وسلوالو پرضد عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG