د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نن په کابل کې له طالب چارواکو سره د سوداګرۍ په اړه خبرې کوي


پاکستان افغان لارۍ چلوونکو ته د مارچ میاشتې ترپایه مهلت ټاکلی چې پاسپورټونه او ویزې دې چمتو کړي: انځور له ارشیفه
پاکستان افغان لارۍ چلوونکو ته د مارچ میاشتې ترپایه مهلت ټاکلی چې پاسپورټونه او ویزې دې چمتو کړي: انځور له ارشیفه

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت یو پلاوی چې د مارچ پر ۲۵مه کابل ته ورسېد، نن د مارچ پر ۲۶مه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې پیلوي.

دا پلاوی، په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې پاکستان تېره اوونۍ د یوه بېساري اقدام په ترڅ کې د افغانستان په خاوره کې څو اهداف چې د پوځي چارواکو په وینا، د پاکستاني طالبانو مرکزونه وو؛ د هوايي حملو په ترڅ کې په نخښه کړل او د طالبانو د حکومت ځواکونو یې په ځواب کې د ډیورنډ له کرښې پورې غاړه د پاکستان د پوځ اهداف وویشتل.

د ایسوشیټید پریس خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې پاکستاني پلاوی د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په بلنه کابل ته په سفر دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۴مه ویلي وو چې د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول دي.

د پاکستان د سوداګرۍ چارو د وزارت په وینا د هغوی د پلاوي مشري د سوداګرۍ چارو د وزارت سېکرټر خرم اغا کوي او ورسره د کاروباري چارو یوه سېکرټره، د ټرانزېټ تجارت چارو عمومي رییس او د کورنیو چارو وزارت یو سېکرټر ملګري دي.

شنونکی، طارق فرهادي
شنونکی، طارق فرهادي

په عین حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو یوه مشر، خانجان الکوزي د مارچ پر ۲۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د پاکستاني پلاوي سفر به د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې ستونزې هوارې کړي.

هغه زیاته کړه: "پاکستانی پلاوی د لومړي ځل لپاره له ډېرې مودې وروسته راغی. دا ډېر ښه کار دی او موږ هیله لرو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې به حل شي. پلاوی نن را ورسېد او سرله سبا به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د دواړو هېوادونو د ستونزو په اړه خبرې پیلوي. زه دا په نیک فال نیسم."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې تل خنډونه موجود وو. د پخوانیو مقرراتو له مخې، افغان لارۍ چلوونکو د پېښور او جلال آباد ترمنځ بې له پاسپورټ او ویزو تګ راتګ کاوه خو په دې وروستیو کې پاکستان افغان لارۍ چلوونکو ته د مارچ میاشتې ترپایه مهلت وټاکه چې له هغه وروسته باید ویزې او پاسپورټونه حتما ولري.

پر دې سربېره افغان سوداګر شکایت کوي چې پاکستانی لوری؛ په تېره د میوې په موسم کې د تعرفې په لوړولو سره دوی ته ټرانزیټي ستونزې جوړوي.

همدا تېره میاشت د افغان سوداګرو شاوخوا ۳۰۰ کانټینرونه چې د پاکستان په تور فهرست کې شامل توکي پکې بار وو، په کراچۍ بندر کې ودرول شول.

د دې مواردو له تکرار او زیاتېدو وروسته افغانستان اړ شو چې چاه بهار بندر او هوايي دهلیز ته د یوې بدیلې ټرانزیټي لارې په توګه مخ واړوي.

د سیاسي چارو شنونکی او د پیسو د نړیوال صندوق پخوانی کارکوونکی طارق فرهادي کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر ته هیله من دی، خو نوموړی په دې باور دی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدل به په ټوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي.

هغه وایي: "کابل ته د پاکستان د سوداګریز پلاوي سفر مثبت دی ځکه چې په هرحال ستونزې خورا زیاتې دي. د یوشمېر افغان سوداګرو کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او باید پر ټولو مسایلو خبرې وشي. دا هرڅه په روان سیاسي وضعیت کې له پاکستان سره د برمته په څېر دي، خو د ټکنوکراتانو په کچه باید ټول مسایل معلوم وي یعنې که سیاسي وضعیت ښه شي بیا به نو ډېر ژر ښېګڼه راشي."

داکتر طارق فرهادی کارشناس امور اقتصادی و سیاسی
داکتر طارق فرهادی کارشناس امور اقتصادی و سیاسی

نوموړی زیاتوي چې پاکستان هم افغانستان ته د یوه سوداګریز شریک په توګه اړ دی ځکه افغانستان ته د دې هېواد صادرات له ۴ میلیارد ډالر څخه څه کم یو میلیارد ډالرو ته رالوېدلي او ورسره افغانستان هم له پاکستان سره سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري.

د افغانستان او پاکستان اړیکي په تېرو څو کلونو کې وروسته له هغه ترینګلي شول چې اسلام آباد تور ولګاوه چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې حملې کوي، په داسې حال کې چې طالبانو دا تور پرله پسې رد کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې که افغان طالبان د هغو پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونه نیسي چې د ده په وینا، په افغانستان کې ځالې لري، نو پاکستان به له هند سره د افغانستان سوداګریز دهلیز بند کړي.

خواجه اصف د مارچ پر ۲۰مه له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې دړکه ورکړه چې که کابل پر خپله خاوره د پاکستان ضد فعالو "ترهګرو" په مخنيوي کې پاتې راځي نو "پاکستان حق لري چې د افغانستان پر مخ لاره (هند سره د تجارت) وتړي."

د ده په وينا: "که افغانستان له موږ سره د دښمن برخورد کوي نو موږ ولې دوی ته تجارتي لاره ورکړو."

خواجه اصف پر افغانستان د پاکستاني بریدونو په اړه وویل:" يو پیغام ورکول اړين وو چې د پولې هغې غاړې (افغانستان څخه د وسلوالو حملې) ډيرې شوې دي. د ده په خبره، پاکستان غوښتل کې د کابل واکمنو ته پیغام ورکړي چې نور دغسې حالت دوام ته نه پرېږدو."

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او تل یې دا دریځ غوره کړی دی چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

XS
SM
MD
LG