د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد وايي بې پېلوټه الوتکې د افغانستان د حریم سرغړونه کوي


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: انځور له ارشیفه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بيا ويلي چې بهرنۍ بې پېلوټه الوتکې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کوي.

مجاهد دا خبره د اپرېل په دوهمه وروسته له هغې وکړه چې وړمه شپه په بدخشان کې ځايي چارواکو وویل چې د هغه ولایت په فضا کې یې بې پېلوټه الوتکه لیدلې ده.

تر دې مخکې په نیمروز، کندهار، پنجشیر، تخار او کندوز کې هم د بې پېلوټه الوتکو د لیدل کېدو راپورونه ورکړل شوي ول.

د طالبانو وياند د افغانستان په فضا کې د بهرنیو بې پېلوټه الوتکو د ګزمې په غبرګون کې زياته کړې چې دا د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده چې باید پای ته ورسول شي.

د تېرې جمعې پر ورځ (د مارچ په ۲۹مه) په کندهار او تر هغه یوه ورځ مخکې په نیمروز کې د بې پېلوټه الوتکو تر لیدل کېدو وروسته هم مجاهد ويلي وو چې امریکا د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کوي.

تر دې مخکې ځينو طالب چارواکو ویلي ول چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان له لوري افغانستان ته داخلېږي.

امریکا لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG