د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کربي: اسراییل به پر رفح تر برید وړاندې امریکا ته غوږ نیسي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي. (انځور: ارشیف)
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي. (انځور: ارشیف)

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د اپریل پر ۲۸ مه وویل، اسراییل هوکړه کړې چې د غزې پر رفح ښار تر برید وړاندې به د امریکا اندېښنو او افکارو ته غوږ ونیسي.

نوموړي اي بي سي ټلیويژن ته وویل، «هغوی موږ ته ډاډ راکړی چې تر هغو به رفح ته لاړ نه شي تر څو چې موږ ته دا موقع نه وي ورکړل شوې چې خپل لیدلوری او خپلې اندیښنې له دوی سره شریکې کړو.

د اسراییلو یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي مخکې وویل د اسراییلو پوځ له رفح څخه د فلسطیني ملکي وګړو ایستلو او هلته د حماس پر مرکزونو برید کولو ته چمتو دی.

خو هغه زیاته کړې چې امریکا ورته ویلي له مناسب او باوري بشري پلان پرته د رفح د عملیاتو ملاتړ نه شي کولای.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG