د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممتاز زهرا: دا خبرونه ناسم دي چې پاکستان امریکا ته دوه پوځي اډې ورکړې دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅه: (انځور: ارشیف)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅه: (انځور: ارشیف)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه خبرونه ناسم بللي دي چې ګواکې حکومت امریکا ته دوه پوځي اډې ورکړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مې پر دویمه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د درو خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې "پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې اوازې بې اساسه دي."

دا په داسې حال کې ده چې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر عمر ایوب تېره اوونۍ دعوه کړې وه چې داسې معلومات لري چې پاکستان امریکا ته پر خپله خاوره اډې ورکړې دي.

خو بلوڅې زیاته کړه چې اسلام اباد "هېڅ بهرني حکومت یا پوځ ته د هېچا پر ضد" د کارېدو لپاره د اډو ورکولو پلان نه لري.

د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو هم په تېرو وختونو کې د نوم له یادولو پرته دعوه کړې ده چې افغانستان ته له یو ګاونډي هېواده بې پیلوټه الوتکې داخلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG