د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی


په هرات کې خلکو د باران مهال په خپلو لاسي کراچیو کې ناست دي ـ د مارچ ۱۲مې انځور.
په هرات کې خلکو د باران مهال په خپلو لاسي کراچیو کې ناست دي ـ د مارچ ۱۲مې انځور.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د مې پر درېیمه او څلورمه د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.

ادارې د مې پر دویمه په بیان کې وویل چې د ورښتونو له وجې په یوشمېر ولایتونو کې د سېلاب امکان دی.

دا په داسې حال کې ده چې په اپرېل کې په افغانستان کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل او لسګونه ژوبل شول.

دا راز، د سېلابونو او بارانونو له وجې سلګونه کورونه او زرګونه هیکټره کرنیزه ځمکه له فصلونو سره ویجاړه شوه او سلګونه څاروي هم ووژل شول.

په اپرېل کې په پاکستان کې هم د ورښتونو او سېلابونو پر مهال تر ۱۴۰ زیات کسان ووژل شول. چارواکي وايي چې بارانونو او سېلابونو د هغه هېواد خیبر پښتونخوا صوبه تر ټولو زیاته ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG