د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خضدار کې چاودنې د پریس کلب د مشر په ګډون ۳ تنه وژلي


په کوټه کې خبریالان د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.
په کوټه کې خبریالان د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په خضدار کې په بمي چاودنه کې خبریال او د سیمې د پرېس کلب مشر مولانا محمد صدیق مینګل په ګډون درې تنه وژلي دي.

د خضدار پوليسو تاڼې مشر غلام مصطفا رند مشال راډيو ته وويل چې مينګل د مې پر دریمه غرمه د هغه پر ګاډي د مقناطيسي بم چاودېدو له وجې ووژل شو.

نوموړي زياته کړه چې صديق مينګل له پرېس کلب څخه د خضدار پوهنتون پر لور روان وو چې له چمروک څلور لارې سره نېږدې يې په ګاډي کې بمي چاودنه وشوه.

رند زياته کړې ده چې په بمي چاودنه کې دوه موټر سايکل سپاره کسان هم ووژل شول او اووه نور ژوبل شول. تر اوسه د هغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او په بريد کې به لاس لرونکو کسانو خلاف اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان او په ځانګړې توګه بلوڅ مېشتو سیمو کې په دې ورستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د صوبې په پښتون مېشته سیمې دوکۍ کې د مې پر دویمه نېټه د ځمکلاندې بمونو په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د يو سرتېري په ګډون ۲۰ کسان ژوبل شوي وو.

د دوکۍ د پولیسو مرستیال مشر جلیل احمد مري د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې لومړۍ چاودنه د مې پر دويمه هغه مهال وشوه چې له سکرو بار ټرک له سیمې تېرېده. چا د هغې پېښې زمه واري نده منلې.

له دې وړاندې د اپریل پر اوومه هم په خضدار کې په یوه بمي چاودنه کې دوه تنه وژل شوي ول.

خبریالان وايي پاکستان کې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لا زیات شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:16 0:00

د خضدار پېښه پر داسې مهال شوې چې نن د مې دریېمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده او په پاکستان کې خبریالان وایي چې محدودیتونه پرې زیات شوې دي.

په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) ویلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل پورې د یو کال په موده کې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي دي.

د ادارې په خبره، په هغه موده کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG