د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز ګوند فیصل کریم کنډي د خیبر پښتونخوا ګورنر نومولی دی


د پیپلز ګوند مشران په اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال ـ پخوانی انځور.
د پیپلز ګوند مشران په اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال ـ پخوانی انځور.

پاکستان پیپلز ګوند فیصل کریم کنډي د خیبر پښتونخوا او سردار سلیم حیدر خان د پنجاب د ګورنر په توګه نومولي دي.

د ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري د مې پر درېیمه پر اېکس یو بیان کې وویل، ډاډه دی چې فیصل کریم کنډي او سردار سلیم حیدر به په عزت او وقار سره خپلې دندې پر مخ بوځي.

له دې وروسته بلاول بوټو زرداري د وزیراعظم شهبازشریف سره د ټېلېفون له لارې خبرې وکړې او هغه یې د ګوند له پرېکړې خبر کړ.

د وزیراعظم ددفتر یوې سرچینې د مې پر څلورمه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې په دې کې د خیبر پښتونخوا او پنجاب د ګورنرانو ټاکلو په اړه خبرې شوي دي.

د قانون سره سم به وزیراعظم دا نومونه د منظورۍ لپاره ولسمشر اصف علي زرداري ته استوي.

دا مهال د مسلم لیګ (ن) بلیغ الرحمان د پنجاب د ګورنر او د جمیعت علماء اسلام (ف) حاجي غلام علي د خیبر پښتونخوا د ګورنر په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

غلام علي د مولانا فضل الرحمن رشته دار دی نو ځکه د څېړونکيو په وينا، هغه پر مهمو څوکيو پاتې شوی دی.

کله چې په ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر نهمه نېټه په قومي اسمبلۍ کي د پخواني وزیراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد د تحریک تر کامیابه کېدو وروسته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) حکومت جوړ شو نو تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د خیبر پښتونخوا د هغه وخت ګورنر شاه فرمان استغفا ورکړه.

د واکمن اتحادي ګوندونو د خیبر پښتونخوا د ګورنر پر څوکۍ اختلافات ول چې شاوخوا شپږ میاشتې يې دوام وکړ خو بلاخره د پاکستان د هغه وخت ولسمشر عارف علوي د وزیراعظم شهباز شريف په سپارښتنه د نومبر پر ۲۳مه نېټه حاجي غلام علي د خيبر پښتونخوا ګورنر وټاکلو.

بلخوا د پاکستان د میډیا د راپورونو تر مخه د مسلم لیګ (ن) رهبر نوازشریف د بلوچستان د ګورنرۍ لپاره جعفر خان مندوخېل نومولی دی. خو په دغه اړه لا رسمي اعلامیه نه ده خپره شوی. که مندوخېل مقرر شي نو هغه به د ملک عبدالولي خان کاکړ ځای ونیسي.

کاکړ د بلوچستان نیشنل پارټۍ ـ مېنګل مخکښ دی. هغه په کال ۲۰۲۲ز کال کې د صوبې ګورنر ټاکل شوی وو.

XS
SM
MD
LG