د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې د امنيتي ځواکونو په مبينه ډزو کې يوشمېر پرلتوالو ته مرګژوبله اوښتې ده


په چمن کې پرلتوالو د سرحدي ځواکونو د مرکز مخې ته کنټېنرونه درولي دي ـ د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور
په چمن کې پرلتوالو د سرحدي ځواکونو د مرکز مخې ته کنټېنرونه درولي دي ـ د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور

د بلوچستان په چمن کې د روان پرلت مشران وايي، د سرحدي ځواک له خوا پرې ډزې شوي دي چې له کبله یې د دوی په وینا، یو تن وژل شوی او تر۱۰ زیات ژوبل شوي دي.

د پرلت ویاند صادق اڅکزي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دوی چې نن څه مهال د غرمې ډوډۍ ته تللي وو نو پر هماغه وخت یې اېف سي ځواک پر احتجاجي کېمپ برید وکړ او خېمې یې ور وسځولې.

د ده په وینا، چې کله دوی د پرلت ځای ته ستانه شول نو امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې لږترلږه یو تن ووژل شو او تر ۱۰ زیات ټپیان شول.

د چمن پرلتوالو او د نورو پښتني سيمو د احتجاجیانو غوښتنې ولې نه منل کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:14 0:00

عیني شاهدان وايي، د پرلتوالو پر کیمپ اور لګېدلی او خیمې یې نړول شوې دي. دوی وايي، له پېښې وروسته د چمن ځايي اوسیدونکي په زیات شمېر کې د کیمپ سره نږدې سیمه کې راټول شوي دي او د حکومت خلاف شعارونه ورکوي او احتجاج یې پیل کړی دی. دوی د چمن او کوټې ترمینځ لاره تړلې ده. په عین حال کې په چمن کې سوداګرو کاربندیز یا د شټرډاون هړتال کړی دی. عیني شاهدان دا هم وايي چې دا مهال د چمن ښارګوټي امنیتي وضع کړکیچنه ده.

په کوټه کې د اېف سي ځواک ویاند کرنل عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه معلومات راغونډوي. مشال راډیو همدا رنګه د چمن له مرستیال کمیشنر سره بار بار د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه.

بل خوا په چمن کې د سرحدي ځواک د مرکز مخې ته ګڼ شمېر پولیس راغونډ شوي دي ځکه چې د ځايي خلکو په وینا په ښار کې حالات کړکېچن شوي دي.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو میاشتو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG