د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان په قبایلي ضلعو کې د نجونو کالجونو کې زیات مضامین غواړي


د پېښور په يو کالج کې زده کونکې ټولګي ته روانې دي ـ پخوانی انځور.
د پېښور په يو کالج کې زده کونکې ټولګي ته روانې دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ مدني او تعليمي فعالانو د يوه پرلیکه یا انلاین کیمپېن له لارې له حکومته غوښتي چې هلته د نجونو لپاره په يوازيني ډګري کالج کې د څلور کلن لېسانس یا بیچلرز (بې اېس) زده کړو نور پروګرامونه پيل کړي.

دوی وايي، اوسمهال له ۱۲م ټولګي فارغې زده کوونکې يوازې په اسلامياتو او يا هم د بوټو او ونو علم (بوټپوهنې یا باټني) کې زده کړې کولای شي.

هغو فعالانو د نومبر څلورمې په کیمپېن کې د باجوړ ترڅنګ په نورو قبايلي ضلعو کې د نجونو لپاره د نويو کالجونو جوړولو غوښتنه هم وکړه.

دا وخت د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د نجونو ټول ۱۳ ډګري کالجونه موجود دي.

د باجوړ خار تحصیل اوسېدونکې لایبه وایي چې تر ۱۲مه یې زده کړې په سېوېکس کې کړي خو دا چې بل انتخاب نه لري نو نورې زده کړې د مجبورۍ له وجې په اسلامیاتو کې کوي.

نوموړې وویل، "زه غواړم چې په کالج کې کې د اردو ادبياتو او يا هم قانون زده کړې پيل شي. زما ټولو نجونو ملګرو له مجبورۍ په اسلامياتو او باټني کې داخلې اخيستې دي. چې يو مضمون دې له زړه خوښ نه وي نو ښې زده کړې به پکې څنګه کوې؟ زموږ بله مسله دا ده چې د زده کړو لپاره له خپلې سيمې بهر نه شو وتلی."

مشال راډيو د نومبر پر پينځمه د لايبې له پلار، محمد ايوب خان سره هم خبرې وکړې.

ده وويل، په يوازې سر د خپلې کورنۍ او د خپلو خويندو او لوڼو د تعليم لګښتونه پوره کوي، خو په خبره يې چې هغوی د خپلې خوښې مضمونونه نه شي ويلی.

ایوب خان زیاته کړه چې"يو کس يم او په کور کې ۱۲ خويندې او لوڼه لرم. يوې خور مې په ۱۲م ټولګي کې تاريخ ولوست. غوښتل يې چې لوړې زده کړې هم په دې مضمون کې وکړي، خو مجبوره شوه چې په اسلاميات کې بي اېس وکړي. اوس مې يوې لور په ۱۲م جماعت کې د سېوکس (مدنیت پوهنې) په زده کړو کې دويم مقام خپل کړ، خو له هغې سره هم بله لار نه وه. زموږ مسله دا ده چې ماشومان مو هغه زده کړې نه شي کولی چې يې خوښې وي."

د باجوړ په خار کې د نجونو د ډګري کالج د همدې ستونزو په ګوته کولو لپاره د هغې ضلعې ځينو تعليم يافته ځوانانو د نومبر پر څلورمه پر فېسبوک او ايکس، چې مخکې به يې ورته ټوېټر ويل، يو کیمپېن وچلاوه.

د کیمپېن يو تنظيموونکي او د صوابۍ پوهنتون استاد ډاکټر ايلم خان د نومبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې هدف يې پر ټولنيزو شبکو د خار کالج د نجونو زده کوونکو مسلې په ګوته کول ول.نوموړی خوښ دی چې ګڼو کسانو يې د کیمپېن ملاتړ وکړ.

هغه وویل، "په باجوړ کې د نجونو يوازې يو کالج دی. له هغوی سره له ۱۲م ټولګي پورته د خپلې خوښې په مضامينو کې د زده کړو جاري ساتلو هېڅ اسانتيا نه شته. د هغوی لپاره يوازې په اسلامي علومو کې د زده کړو بندوبست شوی دی. سږ کال په دې څانګه کې ۴۰ نجونو داخلې اخيستې دي. هغه نجونې چې د دې بي اېس پروګرام برخه نه شوې، په کور کښېناستې. موږ همدا مسله پر فېسبوک او ټوېټر راپورته کړه، يو ټرېنډ مو وچلاوه. کیمپېن مو کامياب په دې وو چې غږ مو ډېرو ځايونو ته ورسېد. د خوښۍ خبره دا ده چې هېچا مو مخالفت و نه کړ، برعکس ملاتړ مو وشو. د باجوړ ټولو تعليم يافته کسانو زموږ په کیمپېن کې برخه واخيسته."

د باجوړ د ځوانانو په انلاین کیمپېن کې د دې ضلعې ترڅنګ په نورو قبايلي ضلعو کې هم د نجونو لپاره د نويو کالجونو جوړولو غوښتنه وشوه.

د باجوړ په څېر په شمالي وزيرستان کې هم د نجونو لپاره په ميرامشا کې يو ډګري کالج جوړ دی.

د هغې سيمې د تعليم ادارې يو چارواکي محب الله خان وزير د نومبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل، د اوس لپاره د ميرامشا کالج د نجونو د تعليم اړتياوې پوره کوي.

ده البته په خپګان زياته کړه چې پلرونه د خپلو لوڼو تعليم ته هغه رنګ توجه نه کوي لکه چې په کار ده.

وزیر وویل، "په ميرامشا کې د نجونو لپاره سرکاري ډګري کالج شته. په کار ده چې په پاتې دوو سب ډېوېژنونو [یعنې] ميرلي او رزمک کې هم کالجونه جوړ شي. خو له بده مرغه زموږ په سيمه کې پلرونه د خپلو بچيانو تعليم ته هغسې توجه نه کوي څنګه چې په کار ده. په ميرامشا کالج کې دا مهال د ۱۲م ټولګي ۹۰ تنه زده کوونکې دي. په بي اېس پروګرامونو کې بيا اسلاميات، پوليټيکل ساينس (سیاسیات) او زووالوژوي (ژوپوهنه) ښوول کېږي."

د سيمې کالجونو په بي اېس پروګرام کې د کمو مضامينو موضوع مو د نومبر پر پينځمه د خيبر پښتونخوا په حکومت کې د لوړو زدکړو ادارې له سېکرټري ارشد خان سره شریکه کړه.

هغه وويل، اداره يې په پام کې لري چې روان کال د صوبې په ۱۱۳ کالجونو کې د بي اېس نوي پروګرامونه پيل کړي.

نوموړي وویل، د نجونو او هلکانو، دواړو لپاره په کالجونو کې د بي اېس داسې پروګرامونه شروع کوي چې هغوی ته د روزګار په موندلو کې ګټور ثابت شي.

ارشد خان وویل، "ما تقريباً ۱۵ ورځې مخکې د صوبې په ټولو کالجونو کې د بي اېس پروګرمونو پيلولو امر وکړ. خو زما د ادارې کسانو راته وويل چې سږکال يې يوازې په ۱۱۳ کالجونو کې شروع کولی شي. موږ غواړو چې زده کوونکي د مصنوعي ذهانت (ارټېفېشل انټېلېجنس)، کمپيوټر ساينس، ډاټا ساينس (معلوماتپوهنه) او روباټېکس (روباټپوهنه) په څېر مضمونونه ولولي. زه به وګورم چې په باجوړ کې کوم بي اېس پروګرامونه پيلولی شو. ښکاره ده چې لومړيتوب به هغو سيمو ته ورکوو چې د تعليم پلو د خلکو رجحان پکې ډېر وي. موږ دا هم پلان لرو چې سږ کال په باجوړ کې دوه نوي کالجونه جوړ کړو."

ارشد خان واضح نه کړه چې هغه کالجونه به د نجونو او که د هلکانو وي او يا دا چې د باجوړ په کومو سيمو کې به يې جوړوي؟

نوموړي البته زياته کړه چې د صوبې د نورو ټولو ضلعو پرتله په باجوړ کې پر يوه زده کوونکي کلنۍ حکومتي خرچه تر ټولو کمه ده، چې له ۳۰،۰۰۰ نيولې تر ۴۰،۰۰۰ روپيو پورې جوړېږي. دی له همدې امله په باجوړ کې نويو کالجونو جوړېدو ته هيله من دی.

XS
SM
MD
LG