د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې ټرافیکي پېښې ۲۰ تنه وژلي دي


په ګلګت بلتستان کې تر دې وړاندې هم یو شمېر خونړۍ ټرافیکي پېښې رامنځ ته شوې دي. (انځور: ارشیف)
په ګلګت بلتستان کې تر دې وړاندې هم یو شمېر خونړۍ ټرافیکي پېښې رامنځ ته شوې دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زیات ژوبل دي.

د پاکستان دولتي راډیو د سیمې د حکومتي ویاند له خولې ویلي دي چې له راولپېنډۍ څخه ګلګت ته تلونکی مساپر وړونکی بس د مې پر دریمه سهار وختي د دیامر ضلعې له مرکز چېلاس سره نېږدې واوښت او له قراقرم لویې لارې څخه لاندې ژورې کندې ته پرېوت.

یو ځايي خبریال فهیم بېګ مشال راډیو ته وویل، ژوبل کسان د چېلاس په ګډون نورو نېږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د بس اوښتو لامل لا نه دی معلوم خو بېګ وايي چې حکومت پلټنې پیل کړي دي. دی زیاتوي چې په پېښه کې ۱۵ تنه پر هم هغه ځای وژل شوي ول او نورو په روغتون کې سا ورکړه.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د بلوچستان په حب ضلع کې په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي وو.

د بلوچستان په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت دا ډول حادثې کېږي. د مارچ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په بونېر کې په ټرافیکي پېښه کې اته تنه وژل شوي ول. د هم هغې میاشتې پر ۱۰مه په لکي مروتو کې په یو ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان ووژل شول. د مارچ پر لومړۍ نېټه په کوز کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې څلور کسان ووژل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG