د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني له ایرانه غوښتي دي چې پر اسراییلو د مستقیم برید په اړه اندېښنې او ترینګلتیا کمه کړي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېربوک او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پخوانی انځور.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېربوک او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پخوانی انځور.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېربوک له خپل ایراني سیاله غوښتي چې پر اسراییلو د ایران د مستقیم برید په اړه د زیاتېدونکو شويو اندېښنو په ترڅ کې ترینګلتیا کمه کړي.

بېربوک د اپرېل پر ۱۱مه حسین امیر عبداللهیان ته تر ټېلېفون وروسته په برلېن کې وویل چې "هېڅوک د بشپړ غیر متوقع پایلې لرونکي اور سره علاقه نه شي درلودای."

هغې د سیمې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې "مسوولانه چلند وکړي او له زغمه کار واخلي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل، دا هغه پیغام وو چې خپل ایراني سیال عبداللهیان ته یې ورساوه. کله چې له بېربوکه پوښتنه وشوه چې ایا دا ټېلېفون يې له اسرايیلو يا امريکا سره په همغږۍ کړی وو نو هغې ځواب ورکړ چې "دا مهال د سیمه ییزې ترینګلتیا د مخنیوي لپاره د ټېلېفونونو ټولې سفارتي کرښې فعاله دي."

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام (سوریې) په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبیینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ایران تر هغې وروسته د غچ اخیستو ګواښ وکړ خو اسراییلو د برید په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې وه.

په سیمه کې د روان وضعیت له کبله د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت تهران ته پروازونه ځنډولي دي.

هغه شرکت د اپرېل پر ۱۱مه وویل چې ایران ته د پروازونو ځنډولو ته دوام ورکوي.

لوفتانزا وايي چې منځني ختیځ ته هم د خپلو الوتنو په اړه د تیارسي په حالت کې دی لا زیات تدابیر یې نیولي دي.

په وروستیو کې واشنګټن هم وویل چې تهران ته یې خبرداری ورکړی دی چې په منځني ختیځ کې امریکايي سرتېري او مرکزونه په نخښه نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG