د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د روغتونونو کارکوونکي د تنخاګانو د نه ترلاسه کېدو ضد احتجاج کوي


د خیبر پښتونخوا روغتیايي کارکوونکو تر دې مخکې هم د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا روغتیايي کارکوونکو تر دې مخکې هم د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د پېښور د تر ټولو لوی روغتون لېډي ريډنګ هسپتال کارکوونکي وایي د سېپټېمبر مياشت تنخاګانې یې نه دي ترلاسه کړې چې پر ضد یې کاربندیز کولو ته مجبور شوي دي.

د "پرووېشنل ډاکټرز اسوسيېشن" په نوم د خيبر پښتونخوا د ډاکټرانو سازمان وايي، طبي عملې ته د تنخاګانو نه ورکولو مسله په هغو روغتونونو کې جوړه شوې چې ميډيکل ټيچنګ انسټيټيوټس (د طبي روزنې او زده کړو مرکزونو) په توګه پېژندل کېږي.

د سازمان په خبره، په دې لړ کې یې مظاهرې هم پلان کړې دي.

د پېښور د لېډي ريډنګ هسپتال وياند محمد عاصم د اکتوبر پر اتمه مشال راډيو ته وويل د هغو کارکوونکو شمېرې نېږدې ۵،۰۰۰ دی. "موږ په لېډي ريډنګ روغتون کې شاوخوا ۵،۰۰۰ ملازمين لرو چې ډاکټران، نرسانې، پيراميډېک او نوره امدادي عمله پکې شامله ده. له دوی څخه هېچا ته تنخا نه ده ورکړل شوې. پر دې برسېره ناروغانو ته د دوايانو په ورکولو کې هم مشکل لرو. په دې اړه مو له حکومت سره خبرې روانې دي. صوبايي چارواکي وايي چې د پيسو کمی دی، خو بيا یې هم ژمنه کړې چې راتلونکې اوونۍ به د روغتون ټولو ملازمانو ته تنخاګانې ورکړي."

عاصم زياته کړه چې د معلوماتو له مخې يې د پېښور د دوو نورو لويو روغتونونو، خيبر ټيچنګ هسپتال او حيات اباد ميډيکل کمپلېکس عملې ته هم د تېرې مياشت تنخاګانې نه دي ورکړل شوي.

موږ هڅه وکړه چې پر دې موضوع د خيبر پښتونخوا د صحت د لنډمهالي وزير يا د روغتیا ادارې د کوم بل چارواکي نظر واخلو خو د بيا بيا ټېلېفوني رابطو باوجود ورسره په خبرو و نه توانېدو.

بلخوا د صوبې د ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر عامر تاج خان د اکتوبر پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې په بېلابېلو لويو روغتونونو کې یې احتجاجې مظاهرې پلان کړې دي. "په صحت محکمه کې دوه رقم ملازمين دي. يو د ميډيکل ټيچنګ انسټيټيوټ (اېم ټي ای) عمله او بل سرکاري نوکران. يوازې د اېم ټي ای ملازمين دي چې تنخاګانې يې نه دي ترلاسه کړي. موږ وار له مخه په ټوله صوبه کې احتجاج پيل کړی. د راتلونکې شورو (چارشنبې) پر ورځ مو د پېښور په خيبر ټيچنګ هسپتال او د زیارت (پنجشبې) پر ورځ د اېبټ اباد په ايوب ميډيکل کالج کې مظاهرې کوو. تر هغې وروسته به په نوښار کې هم مظاهره کوو. که حکومت مو غوښتنې و نه منلې نو يا خو به په هسپتالونو کې کاربنديز وکړو او يا به هم د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير د کور مخې ته پرلت ووهو."

په روغتیا څانګه کې تر اوسنيو مالي مشکلاتو مخکې د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې پوهنتونونو ته هم پر وخت د پيسو نه ورکولو له امله تر فشار لاندې وو.

د اقتصادي چارو يو پوه ډاکټر صمد خان، چې له اسيايي پرمختيايي بانک سره کار کوي، وايي د پاکستان په مرکز او هم صوبو کې زياتره پروژې له دې وجې ناکامه شي چې هدف يې دوامدره ترقي نه بلکې د ګوندونو سياسي ګټې وي. "بنيادي مسله دا ده چې په مرکز او هم صوبو کې د يوې پروژې لپاره دومداره منصوبه بندي نه شته. په پښتونخوا کې که [د چټک بس] پروژې، د صحت بيمې پروګرام او يا هم د تعليم په برخه کې حکومتي اقداماتو ته وګورو نو معلومېږي چې د يوې پروژې د لګښت او له هغې نه د لاس ته راوړل کېدونکو پيسو په اړه ارزونه مو سمه نه وي. پر دې برسېره حکومت لويې سبسېډيانې (رعایتونه) هم ورکوي چې بوج يې پر خزانه پرېوځي. له مرکزه صوبې ته پر وخت د پيسو نه ملاوېدل هم يوه مسله ده. خو بنيادي ستونزه د هغو پروژو اعلانول او عملي کول دي چې هدف يې د ګوندونه سياسي ګټې وي."

ډاکټر صمد خان زياته کړه، دی فکر نه کوي چې د خيبر پښتوخوا لنډمهالی حکومت د لويو روغتونونو اړوند ستونزې حل کړای شي، بلکې په خبره يې دا کار به راتلونکي منتخب حکومت ته پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG