د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروتو جرګې له حکومته د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې ده


په لکي مروتو کې له مودې راهیسې د امنیت لپاره جرګې، مظاهرې او لاریونونه شوي دي - د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۶مې انځور.
په لکي مروتو کې له مودې راهیسې د امنیت لپاره جرګې، مظاهرې او لاریونونه شوي دي - د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۶مې انځور.

د خيبر پښتونخوا په لکي مروتو کې يوې ځايي جرګې پر حکومت او پوځ د امنيت ټينګولو غږ کړی دی.

د اپرېل پر ۲۵مه د مروتو قامي اتحاد تر انتظام لاندې جرګې ته د بېلا بېلو قبيلو مشران، سياستوال او مدني فعالان ورغلي ول.

د جرګې يو مشر او سياسي فعال ملک رياض مشال راډیو ته وويل چې د ترهګرۍ پرضد اواز پورته کولو ته دوام ورکوي. "په دې ترهګرۍ کې مروت، بېټني، ګنډه پور، وزير او خټک عام متاثره کېږي او زموږ د لکي مروت ضلعې پوليس بيا خاص قربانۍ ورکوي. په لکي مروت ضلع کې [د پاکستان] پوځ زموږ سکولونه قبضه کړي دي او موږ ټول ولس دا غواړو چې پوځ دې زموږ سکولونه فوراً خالي کړي."

د جرګې ګډونوالو وويل چې هلته ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي چې د ولس ژوند يې زښت اغېزمن کړی دی.

جرګې پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې امن دې پر ځای کړي او که داسې نه شي کولای نو پوليسو ته دې واک او اختيار ورکړي چې هغوی د ناامنۍ مخه ونیسي.

د لکي مروتو انتظامیې او پوځ لا د جرګې د ګډونوالو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

له دې پرته چې پوځ کله په یوه سیمه د وسلوالو پرضد عملیات کوي او یا د امنیت ټینګښت لپاره ورغلي وي نو سرتېري یې اکثر په سرکاري ودانیو او ښوونځیو کې پراته وي.

په خيبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې خلکو په بیا بیا مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د اپرېل په پیل کې په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو او خلکو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې رپورټ ښيي چې زیاتره وسلوال فعالیتونه د صوبې په جنوبي ضلعو کې شوي دي.

رپورټ وايي، د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو انتظامي او امنیتي چارواکي اکثر په هدفي عملیاتو کې مشکوک وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. د پاکستان پوځ د اپرېل پر ۲۲مه په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اپرېل پر ۱۸مه د پارلېمان دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې پر زیاتېدونکې ناامنۍ اندېښنه وښوده.

هغه وویل چې "ترهګري" یوه سیمه ییزه مسله ده چې د ختمولو لپاره یې باید د سیمې پر کچ ګډې هڅې وشي.

XS
SM
MD
LG