د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ورزشکاران وایي د لوبغالو او وسایلو کمښت یې پرمختګ ته نه پرېږدي


د مارچ پر ۲۴مه د پکتیا ولایت ورزشکاران په ستاینغونډه کې ناست دي.
د مارچ پر ۲۴مه د پکتیا ولایت ورزشکاران په ستاینغونډه کې ناست دي.

د پکتیا ولایت ورزشکاران وايي چې اقتصادي ستونزو، د مسوولو ادارو د پاملرنې لږوالي او د ورزشي میدانونو او وسایلو کمښت یې د پرمختګ مخه نیولې ده.

دوی د مارچ پر ۲۴مه د سپورټي چارو ولایتي ادارې له لوري د ممتازو ورزشکارانو ستاینغونډې ته وویل، ورزشکاران په ټولو سپورټي برخو کې ښه استعدادونه لري خو د امکاناتو کمښت یې پر ملي او نړیوال سټېج د لوبېدو مخه ډب کوي.

نور الحق د پکتیا په احمدخېلو کې دوه ورزشي کلبونه لري او په وروستیو کې یې خپل بهرني سیال ته ماتې ورکړې ده.

ده مشال راډيو ته وویل، له سپورټ سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې خو اقتصادي ستونزې یې په دې برخه کې پرمختګ ته نه پرېږدي. "ډېر ورزشکاران تمرینونه کوي، ښه لاسته راوړنې لري، ولایتونو ته راسره ځي، ورزش ډېر پراخه شوی دی. له تجارانو او د خپلې برخې له ملي فېدراسیون مو دا غوښتنه ده، چې سپورټ ته پاملرنه ډېره کړي، ښه استعدادونه شته، کولای شو، بهرنیو ورزشکارانو ته ماتې ورکړو، خو اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی."

د پکتیا ولایت یو بل ورزشکار ممتاز وايي، ورزش په افغانستان کې د ټولو بنسټونو ملاتړ او پام ته اړتیا لري، ځکه یوازې د بدني روزنې اداره د دې وس نه لري، چې لسګونه زره کسانو ته د سپورټ ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سیمې ورزشکاران وایي د تمرین لپاره د مناسبو ځایونو او لوبغالو کمی یې هم پر وړاندې خنډ دی.

یو بل لوبغاړی محمد نبي وايي چې سپورټ د یوې ټولنې او هېواد په مطرح کولو کې مهم رول لري، خو ورزش د امکاناتو او د مسولو ادارو له پامه پرته پرمختګ نه شي کولی.

په پکتیا کې د سپورټ څانګې چارواکي وايي، چې هلته اوسمهال تر پخوا ورزشي هلې ځلې زیاتې شوې دي او د سیمې یوشمېر ځوانانو ملي لوبډلو ته لار پیدا کړې ده.

د ولایت د ورزشي چارو مشر نور الرحمان تسکین وویل، د ورزشکارانو د ستونزو د هواري هڅه کوي.

دی زیاتوي چې ادارې یې وار له مخه د سپورټ ودې لپاره اقدامات کړي دي. "د پکتیا د ورزشکارانو لپاره نوي ترتیبات نیول شوي دي. په پکتیا کې په لومړي ځل ملي مسابقات ترسره شول، دلته خارجي لوبغاړي راځي، موږ د اوس لپاره ۶۶ ورزشکاران په ملي لوبډلو کې لرو."

ورزشکاران وایي پکتیا د جنوب ختیز زون مرکز دی او له سیمې هلته ډېر لوبغاړي ورځي چې له وجې یې په مرکز او ولسوالیو کې د لوبغالو اړتیا ډېره شوې ده.

XS
SM
MD
LG