د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډیو په ځانګړي پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې عموماً ورباندې خلک د ټولنیزو محدودیتونو او دودنو له وجې نه غږېږي او ځینې خلک یې شرم بولي. په دې خپرونه کې پر دې هم غږېږو چې د ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو له وجې خلک له کومو ستونزو سره مخامخېږي او ولس تر کومه د خپلو حقونو پوهاوی لري؟ د دې خپرونې موخه د هغو لارو چارو لټول هم دي چې له مخې یې خلک د فرهنګ پاللو تر څنګ نور حقونه هم ولري او په ژوند کې پرمختګ وکړای شي.

XS
SM
MD
LG