د ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري د مې پر درېیمه پر اېکس یو بیان کې وویل، ډاډه دی چې فیصل کریم کنډي او سردار سلیم حیدر به په عزت او وقار سره خپلې دندې پر مخ بوځي.
مولانا فضل الرحمان د مې په ۲مه په کراچۍ کې، ولسي سيند اسمبلۍ په نوم جلسې ته په وینا کې تور پورې چې اسمبلیانې د پوځ په خوښه جوړېږي او اوس حالات دې ځای ته رسېدلي دي چې د پوځ په وینا په قانون کې بدلونه کېږي او قوانین جوړېږي.
د پوځ مشرجنرال عاصم منیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مې پر دریمه نېټه په نړۍ کې د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي. د تېر په څېر دا ځل هم په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره مبارزه کوونکي لا هم اندېښن دي چې د ملک په رسنیو، سیاست او جمهوریت کې د اسټبلشمنټ له خوا لاسوهنه روانه ده.
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال تر ۳،۵۰۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
فریډم نېټورک د اپرېل پر ۲۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تېر یو کال کې د انټرنېټ له لارې د "مخالفه نظرونو لپاره زغم کمېدو، د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفوني شبکو بندولو، د بېلابېلو ټولنیزو شبکو ځنډولو، انټرنېټ تړلو او د څلورو خبریالانو
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.
دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۲مه د بشري حقونو په اړه په خپل کلني رپورټ کې پر پاکستان ګڼ تورونه پورې کړې دي چې ګواکې په پراخه کچه یې بشري حقونه تر پښو لاندي کړي او د بشري حقونو مبارزین یې سخت ځوروولي دي.
نور وښیئ